امنیت

په هرات کې ديوې ښځې دوژل کيدو په تور داوږدمهال بند حکم

هرات باختر دچنګاښ ٢٠ مـــــــــــــه

هغه درې تنه چې ديوې ميرمنې دوژلو په تور نيول شوى وو، هريو يي د هرات دښاري ابتدا ئيه محکمې له خوا په شل کاله بند محکوم شوي دي .

دغه کسان د هغوي ددوسيو له څيړلو وروسته په شل کاله بند محکوم شوي دي

ددغو کسا نو نسبتې دوسيې دښارى لو مړۍ حو زې دابتدا ئيه محکمې دجزا دديوان پر علني قضا يي غونډه کې چې دقضاوتمند غلام رسول ، منصورپه مشرۍ جوړه شوې وه وڅيړل شوې ،او يوه بله ميرمن ددې پيښې  په اړوند دجرم دپټولو په تور دجزا دقانون د٣٣٩ مادي له مخې په يو کال تنفيذى بند محکومه شوه

 په همدى کال کې په دې غونډه کې دوهلوټکولو ، ټپي کولو، اخلاقي فساد اودځورونې په تور د اووتنو نورو نسبتې دوسيې وڅيړل شوي او په دغو دوسيو کې ښکيل کسان په تنفيذى بند اونغدى جريمو محکوم شول

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته