امنیت

درې څلويښت تنه ډاراچوونکي ووژل شول

کابل باختر د وري  دمياشتې  ٧ :
د ملي دفاع وزارت د هېواد په حينو سيموکې د ٤٣ تنو ډاراچوونکو د وژل کيدو خبر ورکړ.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
د هېواد ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو په تيرو ٢٤ساعتوکې دهېواد په بېلابېلو سيموکې ګډ عمليات ترسره کړل چې په نتيجه کې ٤٣ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او  ٤٧ تنه  نور يې ټپيان شول.
دغه عمليات د هوايي او توپچي ځواکونوپه ملاتړ د کاپيسا، ننګرهار، لوګر، پکتيکا، غزني، قندهار، هرات، فراه، فارياب، کندز او د هلمند د ولايتونو په مربوطاتوکې ترسره شول چې د ٤٣ تنو ډاراچوونکو په وژل کيدو او د ٤٧تنو نورو په ټپي کيدو برسيره د هغوى يوه اندازه جنګي وسايل هم له منځه تللي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته