امنیت

جنرال افضلي:په کابل کې د دوو تنو دوژل کيدو پيښه دپوليسو له خوا څيړل کيږي.

کابل – باختر د ورى دمياشتې ٢٦
د دوو تنو کابل ښاريانو دوژل کيدو پيښه چې پرون په کابل ښارکې رامنځته شو تر څيړنې لاندې ده دکابل ولايت دامنيې قوماندانۍ دجنايي جرمونو دکشف رييس جنرال فريد افضلي دباختر آژانس خبريال ته وويل : دوه تنه ځوانان چې پرون دکابل ښار دپوليسو ديوولسمې ناحيې په ساحه کې دناپيژانو کسانو له خوا ووژل شول آزاد کسب يې درلود.
پوليسو تراوسه پورې دوژونکو په باب معلومات نه دى ترلاسه کړي خو دغه راز هغوي خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته