امنیت

يو چينايى انجنير په پروان کې د انسان تښتوونکو له منګولو څخه وژغورل شو

کابل – باختر دلړم دمياشتې ١٨
يو چينايى انجنير چې نږدې يوه مياشت مخکې له کابل ښار څخه تښتول شوى و؛ نن به پروان ولايت کې د انسان تښتوونکو له منګولو څخه وژغورل شو.
د پروان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال محمد زمان مموزي د باختر آژانس خبريال ته وويل: ناپيژندل شويو کسانو دغه چينايي انجنير يوه مياشت مخکې له کابل څخه تښتولى و.
د ده دڅرګندونو له مخې: انسان تښتوونکو نن سهار کله چې په سيمه کې پوليس وليدل؛ دغه انجنير يې په داسې حال کې چې لاسونه او پښې يې تړلې شوې وې؛ د پروان ولايت دمرکز چاريکارو ښار د سنجد درې په ساحه کې په يوه وياله کې وغورځاوه او په خپله وتښتيدل.
امنيه قوماندان وويل چې د پروان پوليسو دغه انجنير دکورنيو چارو وزارت ته وسپاره .
مموزي زياته کړه چې د دغه انجنير په باب زيات معلومات نه لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته