کابل / باختر/ د وږي١٢مه :
د جوزجان ولايت ديتيم تاق په ګازي ساحه کې د ګازو دوه استخراجي څاګانې پرانستل شوې.
د کانونو او پتروليم وزارت سرپرستې نرګس نهان ، د انرژۍ او اوبو وزارت سرپرست محمد ګل خلمي او دافغانستان دبرېښـنا شرکت رييس امان الله غالب له طبيعي ګازو څخه دبرېښنا انرژۍ د توليد دستګاو ته د ګازو د برابرولو د څرنګوالي دڅېړنې په مقصد جوزجان ته سفر وکړ.
باختراژانس دکانونو او پتروليم وزارت دخبرپاڼې له مخې خبر راکړ ؛ دطبيعي ګازو دتوليد دزياتوالي او دجوزجان ولايت ديتيم تاق د ګازي ساحې د دوو استخراجي څاګانو ، (٣١)او (٣٧) دپرانستلو لپاره دشبرغان د ګازي تاسيساتو ( دسلفر دتصفيې دستګاه) د عيارولو دکار دپرمختګ څېړنه د دې سفر په اجندا کې شامله وه .
په هغو مراسمو کې چې د جوزجان د والي لطف الله عزيزي ، يوشمېر سيمه ييزو مسووالانو ، مخورو ، عالمانو او د مدني ټولني داستازو په ګډون پرځاى شوي و دغه څاګانې دمقاماتو په واسطه دپټۍ په پرې کولو سره پرانستل شوې او دتصفيې دسيستمونو دکار او دغضنفر ګروپ او د بيات پاور د برېښنا انرژۍ د توليد دستګاو ته دګازو دوړاندې کولو پرمختګ وڅېړل شو.
د يادونې وړ ده چې ددغو څاګانو دبيا احياکولو او رغاونې کار د آسيايي پرمختيايي بانک ( ADB ) په مالي تمويل سره په ١٣٩٧ کال کې بشپړ او ګټې اخيستنې ته چمتوشوي وې .
پاى ف
2 1 دقیقه لوستل