ورزش

په هرات کې دانصارى دفوټبال ټيم خپل سيال ته ماتې ورکړه.

کابل- باختر د غبرګولي دمياشتې ٢٦
په هرات ولايت کې د فوټبال دغوره ليګ سياليو پرون مازيګرپه يوې لوبى سره دوام وموند .
دهرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا دباختر آژانس خبريال ته وويل : په دې لوبه کې د انصاري ټيم د يوې په مقابل کې په دوو سره د آريانا ټيم ته ماتې ورکړه .
دغه سيالۍ د اتو ټيمونو ترمنځ په هرات ولايت کې پيل شوې چې په دوام يې نن د بيګ بير او استقلال ټيمونه لوبه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته