د پکتیا په مرکز ګردېز کې د اسلامي امارت په لیکو کې د شهیدانو شویو او ټپیانو شویو قربانۍ په یوه غونډه کې وستایل شوې.
د باختر آژانس د سیمه ییز خبریال د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې مفتي اکبرجان د اسلامي امارت په ليکو کې د هغو شهیدانو قربانۍ نه هيرېدونکې یادې کړې، چې په دې لار کې يې ځانونه قربان کړي دي. ده وويل چې د اسلامي امارت مجاهدينو د اسلامي نظام قایمولو لپاره زیاتې قربانۍ ورکړې او د دوی قربانۍ به هېڅ وخت هېرې نه شي.
هغه زیاته کړه چې زموږ قربانۍ په هېواد کې د اسلامي نظام په بشپړ ډول قایمېدل او د تلپاتې سولې لپاره وې.
ده شهیدانو ته د جنت الفردوس او ټپي شويو ته يې د بېړنۍ روغتيا هیله وکړه.
په همدې حال کې شیخ الحدیث مولانا احمد جان وویل چې د شهیدانو ارمانونه به يو يو پوره کېږي او اسلامي امارت غواړي چې کار اهل کار ته وسپارل شي.
په ورته وخت کې د پکتیا ولسونو په يوه غږ له اسلامي نظام خپل ملاتړ څرګند کړ او ویې وويل چې اسلامي نظام د ټولو ولسونو غوښتنه ده او ولس اسلامي نظام ته ژمن دی.
د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ رییس خالق یار احمدزی وايي چې د شهیدانو د خاطرو د ثبت لپاره به د یو کتاب پر چاپ سربېره مستند ارشیف هم جوړ کړي.
ن/ر