امنیت

دوه پنځوس تنه وسله وال طالبان په دايميرداد کې ووژل شول

کابل باختر دوږي  نولسمه :
د وسله والو طالبانو پراخ بريد د ميدان وردګو ولايت په دايميرداد ولسوالۍ کې په شا وتمبول شو .
طالبانو په دغه بريد کې لومړى د دغې ولسوالۍ  په بازار کې څو امنيتي پوستې ونيولې او د دايميرداد د امنيې قوماندان  په ګډون لس تنه پوځيان شهيدان شول. خو په پاى کې د امنيتي او کومکي ځواکونو په را رسيدو سره ډار اچوونکو ته د سر دروند زيان واوښت .
د ميدان وردګو ولايت د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې په دې جګړې کې ٥٢  تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څه ناڅه ٦٥ تنه نوريې ټپيان شول .
  خبرپاڼه په دې نښته کې د دايميرداد د امنيې قوماندان او د نهو تنو پوځيانو شهادت تاييدوي او زياتوي چې طالبانو ته د پوځيانو له مقاومت او د کومکي سرتيرو په رسيدو سره د سر دروند زيان وزغمه او پاتې کسان يې وتښتيدل .
د را رسيدلو خبرونو له مخې: په دغه بريدکې د طالبانو په ډلې پورې اړوند ٤٠٠يرغلګر ګډون کړى و .
دميدان وردګو سيمه ييز مسوولين وايي چې همدا اوس په دايميردادکې حالات عادي شوي او هر څه د پوځيانو ترکنترول  لاندې دي .
  ختم_ سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته