امنیت

يو ديرش تنه وسله وال طالبان په غزني کې ووژل شول

۳۰ـکابل باختر دمرغومي ۱ نېټه په غزني ولايت کې پرون او تېره شپه ۳۱ تنه وسله وال طالبان شپه ووژل شول. د غزني د والي وياند محمد عارف نوري دباختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه طالبان د دغه ولايت د اندړو ولسوالۍ د ميري، مدد، عليزيو او کمال خيلو په سيموکې د افغان ځواکونو په ځمکنيو او هوايي عملياتوکې ووژل شول . نوري زياته کړه چې په دغو عملياتوکې د وسله والو طالبانو د دوو سرګروپانو قاري عبدالله او قاري زاهد په ګډون پنځه تنه ونيول شول. ختم_ سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته