امنیت

دوسله والوکسانو په بريدکې دلوګر دسيمه ييزې ر اډيو ديومسوول وژل کيدل

کابل باختر ليندۍ دمياشتې ٢٦ :
په لوګرولايت  کې  ديوې سيمه ييزې راډيو يومسوول دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا په بريد کې ووژل شو.
دپيغام په نامه ديوې سيمه ييزې  راډيو رئيس محمدنصير مدثر پرون ناوخته کله چې دخپل کور په لور روان و ، د محمدآغې ولسوالۍ په لويه لاره کې دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا پرې ډزې وشوې.
په لوګر ولايت کې يوه سيمه ييز خبرځاى  دباخترآژانس خبريال ته وويل :   چې يرغلګر ددغې  سيمه ييزې رسنې  په مسوول له ډزو وروسته تښتيدلي دي.
تراوسه پورې ديرغلګرو هويت نه دى روښانه شوى  او هيچا يا کومې  ډلې ددغه بريد مسووليت په غاړه نه دى اخيستى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته