سیاست

جمهور رئیس غني له یتیمو او بې سرپرسته ماشومانو سره د اختر مبارکي وکړه

  کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ٢٥ نيټه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن غرمه  له یو شمېر یتمیو او بې سرپرسته ماشومانو سره د اختر مبارکي وکړه او       د غرمې ډوډۍ یې له هغوی سره یو ځای  وخوړه.
دجمهور رئيس  دوياند مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :             
په دې کتنه کې چې په سلام خانې ماڼۍ کې ترسره شوه، په پیل کې د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت معین او سرپرست لعل آریوبي خبرې وکړې، جمهور رئیس او د افغانستان ټولو خلکو ته یې د اختر مبارکي وویله.
هغه یتیمو او بې سرپرسته ماشومانو ته د جمهور رئیس د پاملرنې قدرداني وکړه او په دارالایتامونو کې د ژوند او زده کړې د وضعیت په اړه یې معلومات ورکړل وې ویل: دکاروزارت په  پام کې لري چې د هېواد ۱۱ ولایتونو کې په مجهزو امکاناتو دارالایتامونه جوړکړي چې د ځینو دارالایتامونو کار جریان لري.
جمهور رئیس په خپلو خبرو کې ټولو یتیمو او بې سرپرسته ماشومانو ته       د نېکمرغه کوچني اختر مبارکي وویله اوهغوی ته په خطاب کې یې وویل: اختر ستاسو دی، نن تاسو خپل کور ته راغلي یاست او راتلونکی په تاسو پورې اړه لري.
جمهور رئیس محمد اشرف غني وویل ، شرایط د ښه کېدو په حال کې دي او ما لارښوونه کړې چې د یتیمو اوبې سرپرسته ماشومانوستونزې په هر اړخیز ډول وارزول شي او کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت باید         د هغو د حل لپاره ژر تر ژره اقدام وکړي.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته