امنیت

په خيبر پښتونخوا ايالت کې دا تو تنو طالبانو وژل کيدل

پيښور باختر د کب شپاړسمه
  دخيبر پشتونخوا ايالت د ورکزو ايجنسۍ په مامون زي ناحيه کې دپاکستاني پوځيانو په چاڼيزو عملياتو کې اته تنه طالبان ووژل شول .
باختراژانس  دپاکستان دنيوز ورځپاڼې له خولې خبر راکړ چې په دې نښته کې يو پاکستاني افسر هم ټپي شوى دى . دپاکستان پوځي ځواکونو وويل چې ددغې سيمې دنارګور دناحيې کنترول يې ترلاسه کړي دي
ديوبل خبر له مخې، په هغې چاودنه کې چې نن سهار دخيبر پښتونخوا دايالتي اسامبلې دغړي ياسمين ضيا داستوګنې کور ته  څيرمه وشوه دغې ميرمنې اوبل چاته زيان نه دى اوښتى .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته