ټولنه

په قندهارکې د ولسي تړون پروګرام لپاره ۳۳ ميليونه ډالر ځانګړي شول

قندهار باخترد زمري د میاشتې ۸ مه
په قندهار ولايت کې د ولسي تړون پروګرام په فعالیت پيل وکړ
د باختر اژانس د خبر له مخې په هغو مراسمو کې چې په همدې موخه پر ځای شوي وو،د قندهار  ښاروال انجنېر روښان ولسمل وويل چې د ولسي تړون پروګرام د نړيوال بانک په مالي مرسته په افغانستان کې په فعالیت پیل کړی چې له دغه پروګرام څخه قندهار ته هم ۳۳ ميليونه امريکايي ډالر ځانګړي شوي دي.
ولسمل زياته کړه چې دغه ۳۳ ميليونه ډالر به د ۳ کالو په اوږدو کې د ۳۰۰ پرمختيايي شوراګانو له خوا په ښار او ولسواليو کې تطبيق سي.
دقندهار والي زلمي وېسا وویل چې موږ هغه مهال برياليتوب ترلاسه کولای شو کله چې شخصي ګټي تر ملي ګټو قربان کړو.
وېسا له خلکو څخه وغوښتل چې د ولسي تړون د ملي پروګرام په تطبيق کې  دې له قومپالني، فساد، واسطې او نورو غيرقانوني لارو څخه لاس واخلي.
د یادونې وړ ده چې د ولسي تړون ملي پروګرام د څښاک د اوبو، د جامدو کثافاتو د تنظيم، د کوڅو او کاناليزاسيون د جوړولو، پوهنې، روغتيا،تفريحي پارکونو د جوړولو او مېرمنو ته د کارد زمينې د برابرولو په برخو کې کار کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته