امنیت

يو پوځي په قندهار کې ترور شو

١٦- کابل/ دمرغومي ١٢مه /باختر
ناپېژاندو وسله والو يرغلګرو په قندهار کې يو پوليس په ډزو سره شهيد کړ.
دغه پوځي چې ويل کېږي د شاه ولي کوټ ولسوالۍ په امنيې قوماندانۍ کې د پوليسو په توګه کارکاوه تېره شپه په ښار کې د دوو وسله والو موټرسايکل سپرو له خوا پرې ډزې وشوې او ووژل شو.
د قندهار يو امنيتي خبرځاى باختراژانس ته وويل چې دغه پوليس د خپلو رخصتيو د تېرولو لپاره د قندهارپه ښار کې خپل کورته راغلي و .
هغه وويل چې د دغه پوځي د ترور د عاملانو د موندلو او نيولو لپاره هڅې پيل شوي دي، تراوسه پورې د دغه پوځي د ترور مسووليت چا په غاړه نه دى اخستي خو امنيتي خبرځايونو وسله وال طالبان د دغه ترور عاملين بولي .
په وروستيو مياشتو کې د هېواد ځينې سيمې په تېره بيا کابل او قندهار د هدفمندو ترورونو د زياتوالي ډګر دى ..
ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته