امنیت

په غزني کې دشلو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل

کابل باختر د لړم  دولسمه :
شل تنه وسله وال طالبان پرون په غزني ولايت کې ووژل شول .
دغزني دوالي وياند محمد عارف نوري باختراژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان ددغه ولايت دمالستان او دقره باغ دولسواليو په مربوطاتو کې دافغان ځواکونو په نښتو او هوايي عملياتو کې ووژل شول .
ده زياته کړه چې په دغو پيښو کې  درې تنه نور وسله وال طالبان ټپيان شول او ددښمن يوسراچه موټرله منځه يوړل شو 
نوري وويل چې په دغو نښتو کې يو افغان سرتيرى  هم شهيد شوى دى .
ختم_ عطاالله_ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته