١٨-کابل باختر د کب اتلسمه
اته تنه وسله وال طالبان تېره شپه په لوګر ولايت کې ووژل شول .
د لوګر د والي وياند شمشاد لاروي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه وسله وال طالبان دلوګر د څرخ ولسوالۍ د مولانا کوتل او سيدان په سيموکې د پوليسو د ځانګړې قطعې د ځواکونو په عملياتوکې وژل شوي دي .
لاروي زياته کړه: په دغو عملياتوکې پنځه تنه نور وسله وال طالبان ټپيان شوي او په چاوديدونکو توکو بار يو کرولا ډوله موټر هم ويجاړ شوى دى.
ختم_ سعيده _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ