کابل/ باختر/ د زمري ٤مه
په غزني کې تېره شپه د وسله والو طالبانو په چاوديدونکو توکو ډک موټر له منځه يوړل شو
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د باختر آژانس خبريال ته وويل: د هوايي ځواکونو په بريد کې د وسله والو طالبانو په چاوديدونکو توکو ډک هاموى موټر د دغه ولايت د قره باغ ولسوالۍ په ليليزي کلي کې له منځه يوړل شو او دوه سپرلۍ يې هم ووژلې شوې.
د يوبل خبرله مخې:
شپږ وسله وال طالبان د غزني په ګيرو او آب بند ولسواليوکې په هوايي بريدونوکې ووژل شول.
پاى ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ