-کابل /دزمري ١٨مه / باختر:
په ننګرهار کې سلګونو اړوکورنيو بشر دوستانه مرستې ترلاسه کړې .
دغه مرستې نړيوالو مرستندويو بنسټونه هغه کورنيو ته چمتو کړي و ، چې د کروناويروس د خپرېدو له امله يې خپل کار له لاسه ورکړي و .
د ننګرهار د رسنيودفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولوسره ويلي دي، چې په دې دوره کې په دوو پړاونوکې په څلور سوه پنځوسو کورنيو خوراکي توکي وويشل شول .
خبرپاڼه زياتوي چې په هرې کورنى د درېو مياشتو د لګښت په اندازه اوړه ، غوړي ، وريجې ، دال نخود، مالګه او صابون وويشل شول .
ختم _ ج _اکرم
1 د یوې دقیقې څخه لږ