ټولنه

په هرات کې د رايو ورکوونکو د نوم ليکنې د مرکزونو د امنيت په تامينولو ټينګار

کابل باختر دغويي دمياشتې ١٨ نيټه :
په هرات ولايت کې د رايو ورکوونکو د نوم ليکنې د مرکزونو  د امنيت په تامينولو  ټينګار وشو.
د هرات ولايت  امنيه قوماندان  جنرال محمدايوب انصاري   چې د رايو ورکوونکو د نوم ليکنې  يوشمېر مرکزونه کتلي دي  د دغو مرکزونو  د ستونزو  د ليکلو په ترڅ کې د پوليسو د بېلابېلو برخو او د کشفي اواستخباراتي بنسټونو مسوولينو ته يې  جدي لارښوونې وکړې.
د هرات ولايت  امنيه قوماندان د نوم ليکنې په پروګرام او په انتخاباتو کې ګډون   ډير مهم  او اغيزمن وبلل  او ويې  ويل  ؛ د ټولنې  هر وګړى مسووليت لري  چې؛ د هېواد په  وړاندې خپل پور ادا کړي او له شک پرته  د نوم ليکنې په بهير  او د انتخاباتو په ورځ  د رايي ورکولو په بهيرکې  ګډون کولاى شي   دغه ملي او هېوادنى پورادا کړي.
جنرال انصاري   د دغو مرکزونو له مسوولينو څخه وغوښتل چې؛  دکومې پېښې او يا د مشکوکو  کسانو او حرکاتو دکتنې په صورت کې دې  د سيمې د پوليسو  نږدې مرکز ته اويا  ١١٩ شمېرې له لارې خبر ورکړي څو د احتمالي پيښې مخه ونيول شي. پاى؛ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته