امنیت

د ملي دفاع وزارت د اوپراسيون رئيس : ٥٦٦ عملياتونه مو ترسره کړي دي

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٩
د ملي دفاع وزارت يوجګپوړى مقام وايي :چې د څلورو مياشتو په بهېرکې مو پنځه سوه شپږشپيته  ځانګړي شپني  او خپلواک عمليات  دطالبانو او تروريستانو پرخلاف  ترسره کړي دي .
د باخترآژانس د خبرله مخې :  د ملي دفاع وزارت  د اوپراسيون رئيس جنرال افضل امان  چې پرون يې  په يوه خبري   غونډه کې  خبرې کولې   په هېواد کې  يې دوروستيو امنيتي پرمختياو او په تيره بيا د  دوه  دريو ولسواليو  د لاس په لاس  کيدو او  دطالبانو د وروستيو بريدونو په باب  معلومات ورکړل.
ده  وويل : وسله والو مخالفينو په يو شمير ولايتونو کې محدودې سيمې نيولې وې چې طالبانو د پرمختګ په وخت کې  د سر زيات زيان  زغملى دى او دغه راز کله  چې دغه سيمې  د دوى له کنترول څخه وايستل شوې  بيا هم  طالبانو ته  د سر زيات زيان  واوښت .
جنرال امان وويل : چې موږ په وروستيو جګړو کې پرمختګونه او برياليتوبونه درلودل  او ښه پوځي تکتيکونه مو  وکارول .
د اردو دغه جنرال وويل  چې په  وروستيو مياشتو کې  د وسله والو مخالفينو  څه ناڅه سل يرغليز بريدونه په شا تمبول شوي دي   او د ملي اردو د ځواکونو په ځاى پرځاى کولو اوتحرک سره دطالبانو د يرغلونو په وړاندې له  يو څلويښتو  ولسواليو  څخه  دفاع شوې ده .
ده وويل :  له څلورو ولسواليو پرته  چې پخوا د هلمند، زابل  او د غزني په ولايتونو کې  دطالبانو تر کنترول لاندي وې ، طالبان  په بلې کومې ولسوالۍ واکمني نلري.
بايد وويل شي  چې د وروستيو  ورځو او مياشتو په بهېرکې طالبانو په هېواد کې خپلو بريدونو ته زور ورکړى دى او دهېواد په شمال کې  په ځينو سيمو واکمن شوي و خو دغه  واکمني موقتي  وه.
په دې  وروستيو وختو کې طالبانو دسرپل ولايت  په کوهستانانو اودهلمند په نوزاد ولسوالۍ  واکمن شوي وو  چې نن  د نوزاد و لسوالۍ  بيرته  د دولتي ځواکونوله خوا ونيول شوه  او طالبانو  ته د سر زيات  زيان   واوښت .
د ملي دفاع وزارت وياند دولت وزيري  چې په  پرونۍ خبري غونډه کې يې ګډون درلود  تائيد کړه  چې د موجودو ستونزو او د هېواد  په هوايي ځواکونو کې دکمښت  د ستونزو له په پام کې نيولوسره  موږ په جګړه کې  هوايي ملاتړ ته اړتيا لرو، خو افغان ځواکونه  تر اوسه پورې  په بشپړه  توګه  له دغو امکاناتو  څخه برخمن نه  دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته