کابل / د مرغومي ٤مه / باختر :
اووه وسله وال طالبان تېره شپه دفراه په پشترود ولسوالۍ کې ووژل شول او څلور نور ټپيان شول .
دظفر قول اردو مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته وويل : دغه وسله وال طالبان په پشترود ولسوالۍ کې دپوځيانو په چاڼيزو عملياتو کې ووژل شول.
دظفر قول اردو مطبوعاتي دفتر وويل : په دې جګړه کې اووه وسله وال طالبان ووژل شول او څلور نور ټپيان شول او عمليات دوسله والو طالبانو له شتون څخه ددغې ولسوالۍ تر بشپړ پاکولو پورې دوام لري.
پاى ذ