امنیت

دافغانستان دپارلمان په شاوخوا کې جګړه روانه ده

کابل باختر دچنګاښ دمياشتې  ١ :
دملي شورا مقر ته څيرمه  دامنيتي ځواکونو او دوسله والو يرغلګرو ترمنځ  جګړه روانه ده .
يو امنيتي خبرځاى  چې  دنامه له اخيستلو څخه يې ډډه وکړه  دباخترآژانس خبريال ته وويل  چې تراوسه پورې  دڅه ناڅه لسو  چاودنو غږ اوريدل شوى دى.
همدا اوس امنيتي ځواکونو دپارلمان دمقر شاوخوا ساحه کلابنده کړې ده  او هلې ځلې کوي  چې  ديرغلګرو  دکلابندۍ کړۍ تنګه کړي.
دکورنيو چارو وزير  همدا اوس په ساحه کې دى  اودچټک غبرګون ځواکونو خپل عمليات پيل کړي دي او تراوسه پورې دسر داوښتي زيان په باب خبر نه دى ترلاسه شوى.
دکابل ولايت امنيه قوماندان وايي چې يرغلګر دملي شورا دتاسيساتو په ختيځ کې  په يوه نيمه کاره ودانۍ کې ځاى پرځاى دى او پوليس هلې ځلې  کوي چې هغه وځپي.
دکابل ولايت امنيه قوماندان وايي چې پارلمان تش  شوى دى او همدا اوس دپارلمان ساحه دامنيتي ځواکونو په کنترول کې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته