امنیت

په فارياب کې دلوټمارانو له خوا دمسافرودمالونو لوټول .

کابل باختر  دليندۍ لومړي نيټه :
يوه پنځه  کسيزې ډلې لوټمارانو  نن سهار دفارياب ولايت دګرزيوان _ ميمنې ښار په تګلوري کې دمسافرو دمالونو په لوټولو  لاس پورې کړ .
دفارياب ولايت دامنېې قوماندانۍ دمطبوعاتو آمر کريم يورش باختراژانس ته وويل دغو کسانو دوه فلانکوچ  موټرونه  ودرول او دهغوى مالونه او نغدې پيسې يې لوټپې کړې چې پوليسو او  دوګړني پاڅون کوونکو ځواکونو ته دخبر په  رسيدوسره اقدام وکړ اوساحې ته ورسيدل .
يورش زياته  کړه :غلو له امنيتي ځواکونوسره په جګړې لاس پورې کړ چې يوتن يې ووژل شو او څلور تنه په تيښتې بريالي  شول .
ديوه اړوند خبرځاى دڅرګندونوله مخې له غلو څخه  څو ميله وسلې او دوه موټرسايکلونه او له مړي څخه يوه اندازه نغدې پيسې او لس ډول ډول موبايلونه د پوليسو لاس ته ورغلي دي .
يورش زياته کړه دمسافرو نغدې پيسې  او موبايلونه بيرته خاوندانو ته يې وسپارل شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته