کابل باختر د وري اووه ويشتمه :
د وسله والو طالبانو يو سيمه ئيز قوماندان پرون د پروان ولايت په کوه صافي ولسوالۍ کې ونيول شو .
د پروان ولايت د پوليسو وياند محمد سليم نوري د باخترآژانس خبريال ته وويل: د وسله والو طالبانو د ډلې يو قوماندان ملا عتيق الله له وسلې سره يې د پروان ولايت د کوه صافي په شروکي سيمه کې د يوې نښتې په بهيرکې ونيول شو .
په دې نښته کې يو بل ډار اچوونکى ټپي شو او دوه تنه نور وسله وال پوليسو ته تسليم شول.
3 د یوې دقیقې څخه لږ