امنیت

دپکتيا له تعليمي مرکز څخه پنځوس سيمه ئيز پوليس فارغ شول

کابل باختر د ليندى  اوولسمه :
پنځوس تنه سيمه ئيز پوليس له پوځي زده کړې وروسته  دپکتيا ولايت دامنيې قوماندانۍ دپولسو له تعليمي مرکز څخه  فارغ شول .
  دپکتيا ولايت دپوليسو  دتعليمي مرکز  قوماندان جنت مير ځاځي  نن  باختراژانس خبريال ته وويل چې دغوسرتيرو داتو اوونيو په بهير کې پوځي اومسلکي زده کړې وکړې او ددغه ولايت په نا امنو سيموکې دامنيت په خوندي کولو بوخت شول . ده زياته کړه چې دسيمه ئيزو پوليسو ځواکونه دنورو امنيتي ځواکونو تر څنګ په دى بريالي شوي دي چې د ډار اچوونکو ډلو بريدونه شنډ کړي او دامنيت په تامينولو کې ښه برياليتوبونه  ترلاسه کړي .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته