امنیت

په فراه کې د نهو تنو وسله والو طالبان وژل کيدل

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٢
په فراه ولايت کې د نويو هوايي ګوزارونو له امله نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
په دغو طالبانو نن د فراه ولايت په بېلابېلو سيموکې ګوزارونه شوي دي .
د افغانستان په لويديځ کې د ملي اردو يوه قوماندان د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دغو هوايي ګوزارونوکې نهه تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .
ده وويل: دغه طالبان په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو چې هوايي ګوزارونه پرې وشول.
د را رسيدلو خبرونو له مخې :
په دغو هوايي ګوزارونوکې د وسله والو طالبانو د ډلې د جنګي وسايلو يو شمېر ډيپوګانې او سنګرونه دړې وړې شوې دي.
ويل کيږي چې په دغو هوايي ګوزارونوکې د سيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى.
ديوبل خبرله مخې:
دوه تنه ماين ښخوونکي وسله وال کسان په فراه ولايت کې د پوځيانو په ډزو کې ووژل شول .
په دغو طالبانو نن سهار د فراه ولايت په يوه لاره کې د ماين ښخولو په وخت کې د پوځيانو له خوا ډزې وشوې او ووژل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته