امنیت

درې ماين جوړوونکي طالبان په هلمند کې ونيول شول

کابل/ د مرغومي١٢مه/ باختر
په هلمند کې درې ماين جوړونکي طالبان پرون په ځانګړو عملياتوکې د لښکرګاه ښار ته څېرمه ونيول شول.
د هلمند پوليسو د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې نيول شويو کسانو په لومړنيو تحقيقاتوکې په هلمند کې وسله والو طالبانو ته د لسګونو ماينونو پر جوړولو اعتراف کړى دى.
له دغو ډار اچوونکو څخه ماينونه او د ماين جوړولو وسايل هم ترلاسه شوي دي.
ختم- ج -اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته