امنیت

دطالبانو د ډلې دوه تنه قوماندانان ونيول شول .

کابل باختر د ثور ٥

 دافغان  ځواکونو او دائتلاف  دقوتونو يو ګډ امنيتي  ټيم نن دلوګر ولايت په پل علم ولسوالې کې دعملياتو په بهير کې دياغيانو د ډلو دوه تنه مشرانونيول .

   دايساف دقوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته ديوې خبرپاڼې  په ليږلو سره ويلي دي  يو ياغي  دحقاني په شبکي  پورې اوبل يې دطالبانو په ډلې پورې اړه لري .

 دحقاني په شبکي پورې  اړوند مشر دپل علم  او بره کي برک  دولسواليو په بيلابيلو سيموکې دافغان امنيتي  ځواکونو او دائتلاف دقوتونو په وړاندي د ډول ډول عملياتو په ګډون په واټ کې  دماينونو  دښخولو  لارښوونه کوله .

  ده دغه راز دسيمې  ياغيانو ته وسلې مهمات او چاوديدونکي توکي برابرول .

  دطالبانو  په ډلې پورې اړوند  مشر دبره کي برک  په ولسوالۍ کې دافغان امنيتي ځواکونو او دائتلاف د قوتونو په وړاندي دوسله  والو بريدونو لارښوونه کوله .

 امنيتي  ځواکونو ددغو عملياتو په بهير کې دوه تنه نور مشکوک  ياغيان نيولي دي .

 دغه راز په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې دافغان امنيتي ځواکونو او دائتلاف دقوتونو يو ګډ امنيتي  ټيم نن دکندهار ولايت په ډنډ  ولسوالۍ کې دطالبانو ديو مرستندوى دنيولو لپاره په دغې  ولسوالۍ کې تصفيوي  عمليات  ترسره کړل  دغه سړي دافغان امنيتي  ځواکونو او دائتلاف  دقوتونو په وړاندي دعملياتو  دترسره کولو لپاره په ډنډ ولسوالۍ کې په ياغيانو جنګي وسايل ويشل .

 ددغو عملياتو په بهير کې امنيتي ځواکونو څو تنه ياغيان نيولي دي .  ديوبل خبر له مخې، دافغان امنيتي ځواکونو او دائتلاف دقوتونو يو ګډ ټيم نن دهلمند ولايت په سنګين ولسوالۍ کې دطالبانو ديو قوماندان دنيولو لپاره تصفيوي عمليات ترسره کړل .

  دغه قوماندان په واټ کې دماينونو دايښودلو او دسنګين ولسوالۍ په بيلابيلو سيموکې دافغان امنيتي ځواکونو او دائتلاف دقوتونو پرخلاف دبريدونو لارښوونه کوله .

 ددغو عملياتو په بهير کې  افغان امنيتي ځواکونو  څو  تنه مشکوک ياغيان نيولي دي .

 ديوبل خبر له مخې، دافغان امنيتي ځواکونو او دائتلاف دقوتونو يو ګډ امنيتي ټيم نن دپکتيا ولايت په زرملي  ولسوالۍ کې دعملياتو  په بهير کې  دطالبانو يو قوماندان ونيوه .

 دغه قوماندان دزرملي ولسوالۍ په بيلابيلو  سيموکې دافغان امنيتي  ځواکونو او دائتلاف  د قوتونو پرخلاف دبيلابيلو بريدونو په ترڅ کې دځانمرګو بريدونو  پروګرامونه  تنظيم اوبرابرول .

 ده دغه راز د طالبانو د قاضي په توګه هم دنده تر سره کوله .

   دطالباني قوانينو دتطبيق په وخت کې ده هغو افغان ملکي وګړو ته چې په دې سيمه کې يې ژوند کاوه داعدام او دنورو مجازاتو لارښوونه کوله .  ددغو عملياتو  په بهير کې  امنيتي ځواکونو څو تنه نور مشکوک  ياغيان ونيول .

 دافغان امنيتي  ځواکونو او دائتلاف دقوتونو يو ګډ امنيتي ټيم نن دلوګر ولايت  په بره کي برک ولسوالۍ کې دطالبانو د ډلې يو مرستندوي او دچاوديدونکو  توکو يو ماهر ونيوه .

  دغه سړي  دبره کي برک ولسوالۍ په بيلابيلو  سيموکې دافغان امنيتي ځواکونو او دائتلاف  د قوتونو پرخلاف په واټ کې  دماين ښخولو  لارښوونه کوله .

 ديوبل خبر له مخې، دولايتي  ځواب يو ټولي چې دائتلاف دځواکونو له خوا يې لارښوونه کيده پرون دننګرهار ولايت دشينوارو په سيمه کې  دعملياتوپه بهير کې دطالبانو د ډلې يو قوماندان چې دچاوديدونکو توکو دځاى پرځاى کولو ماهر هم و ونيوه .

  دى دننګرهار ولايت په بيلابيلو سيموکې په واټ کې دماينونو دښخولو او ځاى پرځاى  کولو  او دافغان امنيتي ځواکونو او دائتلاف دقوتونو پرخلاف دبريدونو مسوول و .

 ددغو عملياتو په بهير کې  څو تنه نور ياغيان هم نيول شوي دي .

   په يوبل خبر له مخې ويل شوى دى چې دولايتي  ځواب يوبل ټولي هم له افغان امنيتي ځواکونو او دهغوي له  سلاکارانو سره يوځاى پرون دياغيانودوسلودقاچاقو دلارو دګډوډولو او داکمالاتي  لارو دتامينولو په لاره کې دننګرهار ولايت  د اچين  په  مربوطاتوکې عمليات ترسره  کړل .

 ددغو عملياتو په بهير کې  د پنځو درندو وسلو  ، اتو لنډ واټن  ويشتوونکو  توغنديو  دسپکو وسلو ديوې اندازې  مهماتو او په واټ کې د ښخولو  لپاره ديو شمير ماينونو په ګډون د وسلو يوه ډيپو ترلاسه شوه .

 ټولى ترلاسه شوي توکي په همدې ځاى کې ويجاړ شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته