امنیت

دطالبانو مشهور قوماندان ملا عبد الفتاح ونيول شو.

کابل  باختردمرغومي دمياشتې  ٢٥ :
دبغلان ولايت په بورکې ولسوالۍ کې دطالبانو يو مشهور قوماندان ملا عبدالفتاح پرون دملي اردو اودناټو دځواکونو دعملياتوپه  بهيرکې ونيول شو.
دبغلان ولايت  دبورکې  ولسوال محمدرجب باختراژانس ته وويل : ملا عبدالفتاح  دهغو عملياتو په بهيرکې چې دناټو دځانګړو ځواکونو اودملي اردو له خوا دبورکې ولسوالۍ دخير اباد شرشر په کلي کې ترسره شول،  ونيول شو.
ده زياته کړه چې په ملاعبدالفتاح په دغې ولسوالۍ کې  دوژنو ، ماين ښخولو او دامنيت دګډوډولو تور لګول شوى دى.
ده زياته کړه: له ده څخه  يو کلاشينکوف  او يوه اندازه جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي.
دملاعبدالفتاح نيول کيدل په دغې ولسوالۍ  کې  دامنيت په تامينولو اودطالبانو دتحرکاتو په بندولو کې مهم بلل شوى دى.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته