امنیت

دنشه يي توکو يو پلورونکى ونيول شو.

-کابل باختر د مرغومي  نهمه :
په فارياب کې يوتن دنشه يي توکو دپلورنې په تور ونيول شو .
دفارياب ولايت دامنيې قوماندانۍ دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې  دمديريت دهڅو له امله نن سهار دنشه يي توکو يو پلورونکى ونيول شوه .
دفارياب ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند او دمطبوعاتو آمر کريم يورش  دباختراژانس خبريال ته وويل چې ددغې قوماندانۍ پوليسو يوتن چې دميمنې ښاردهمت اباد ګذر اصلي اوسيدونکى دى له څلور پنځوسو بوريو هيروئين ډوله  نشه يي توکو او له دوو ليترومشروباتوسره  دميمنې ښار دزرګرخانې ګذر په ساحه کې ونيوه .
داپه داسې حال کې ده چې څه موده مخکې هم دالکول مشروباتو دتوليد يوه کارخانه ددغه مديريت دمنسوبينو له خوا دميمنې ښار دتاتار خانې ګذر په ساحه کې دړې وړې شوه او دقضيې په اړوند يوتن نيول  شوى و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته