فرهنګ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزير د دغه وزارت له رئيسانو او کارکوونکوڅخه وغوښتل چې په خپلو کاري چاروکې دې مثبت بدلونونه رامنځته کړي

کابل باختر د وږي د مياشتې  ٢٧  :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزير عبدالباري جهاني د نيکمرغه لوى اختر د رخصتيو له پاى ته رسيدو وروسته د دغه وزارت له رئيسانو او کارکوونکو سره وکتل او له هغوى څخه يې وغوښتل چې په خپلو اړوندو برخوکې دې مثبت بدلونونه رامنځته کړي .
د باختر آژانس دخبريال دخبرله مخې: 
عبدالباري جهاني دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په اړوندو برخوکې د بنسټيزو بدلونونو او د کارونو د ښه والي په موخه پنځه تنه علمي او فرهنګي شخصيتونه د سلاکارانو په توګه معرفي کړل او هيله يې وکړه چې د دغو شخصيتونو په شتون کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت خپلو لوړو موخو ته چې د فرهنګ وده او پرمختګ، د ګرځندوى پراختيا او د تاريخي شتمنيو ساتنه او ځوانانو ته د مناسبو فرصتونو د زمينوبرابرول دي؛ ورسيږي.
دغه رازپه دې غونډه کې سلاکارانو په وار سره خبرې وکړې .
د مدني ټولنې فعالې او د عامه اړيکو په چاروکې سلاکارې ميرمن ليلا ساماني چې په علمي او فرهنګي کارونوکې اوږده سابقه لري؛ وويل: افغانستان په ټولو برخو په تېره بيا د فرهنګ د بيا احيا کولو په برخه کې جدي بيا رغاونې ته اړتيا لري چې د عالمانو، روښانفکرانو او د قلم د خاوندانوپه هڅو او هاند سره کولاى شو د هېواد فرهنګ بډاى کړو.
د بهرنيو اړيکو په برخه کې سلاکار او د څو علمي آثارو مولف محمدحليم تنوير  چې د اطلاعاتو او فرهنګ په وزارت کې کاري سابقه هم لري؛ د خبرو په ترڅ کې وويل چې په نننۍ نړۍ کې ارتباطات په ټولو برخوکې د ټولنې په يوه ستره اړتيا  بدله شوې ده او له ارتباطاتو پرته په هيڅ ساحه کې نه شو کولاى د پرمختګ، ترقۍ او غوړيدو خبرې وکړو، له دې امله به هلې ځلې وکړو په اړونده برخه کې د ارتباطاتو له علم څخه په استفادې سره هغو برياليتوبونو ته چې هيله يې کيږي؛ ورسيږو.
په کلتوري چاروکې سلاکار محمدآصف صميم، د ديني چارو په برخه کې سلاکار رحمت الله اندړ او په نشراتي چاروکې سلاکار استاد مطيع الله روهيال خبرې وکړې او د اطلاعاتو او فرهنګ په وزارت کې يې د هر راز مثبتو بدلونونو  د راوستلو په خاطر د همکارۍ ژمنه وکړه.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو معين ډاکترکمال سادات او د دغه وزارت د خپرونو د چارو معينې پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي د خپلو کړنو په باره کې خبرې وکړې او ټينګار يې وکړ چې له دې وروسته به د کار د ښه والي لپاره بدلونونه رامنحته کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته