اقتصاد

د قندهار غنم د هېواد بازارونو ته وړاندې کېږي

 کابل/ د غویي ٩ مه / باختر
د قندهار غنم په نږدې راتلونکې کې به د هېواد بازارونو ته وړاندې شي.
دغه غنم  د راټولولو په حال کې دي او د مسوولينو د څرګندونو له مخې، تر راتلونکو دوو اوونيو پورې بازار ته وړاندې کېږي.
د وړاندې شويو شمېرنو له مخې؛ سږ کال اټکل کېږي چې ٢٠٠ زره ټنه غنم په قندهارکې له نږدې ٦٧زره هکتاره للمي ځمکې څخه ترلاسه شي.
د قندهار د کرنې رياست يوه مسوول باختر آژانس ته وويل چې د قندهار غنم د راټولولو په حال کې دي او تر دوو اوونيو پورې به د افغانستان بازارونو ته وړاندې شي.
هغه وويل چې هلې ځلې کوي د کرکيلې ساحې په پراختيا سره په قندهارکې د غنمو د حاصلاتو کچه زياته کړي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت هم د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې له بزګرانو سره د مرستو له لارې غواړي چې په افغانستان کې د کورنيو حاصلاتو کچه زياته شي.
ختم – ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته