کابل/ باختر/ د غبرګولي د مياشتې ٢٢مه
د سيمه ييزې اردو په لسګونو تنه ځواکونه د جلال آباد_تورخم لويې لارې د امنيت د تامينولو لپاره ګومارل شوي دي.
ټاکل شوې ده دغه ځواکونه د دغې لويې لارې په تګلوري کې د بټي کوټ ولسوالۍ په څو پوستوکې ځاى پرځاى شي.
د هېواد په ختيځ کې د سيلاب قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ليکلي دي چې دغه ځواکونه د جلال آباد_تورخم د لويې لارې د امنيت د تامينولو دنده په غاړه لري.
دا په داسې حال کې ده چې د جلال آباد _تورخم لويه لاره د بټي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتوکې کله کله د ډار اچوونکو ډلو د شتون او فعاليت ډګر وي.
ډار اچوونکي د جلال آباد_تورخم په لويه لاره کې پر مسافرو، امنيتي پوستو او تجارتي کاروانونو په بريد او دغه راز د ماينونو په ښخولو سره خلکو ته انديښنې رامنځته کړې دي .
د هېواد په ختيځ کې پوځي مقامات وايي چې د سيمه ييزې اردو د ځواکونو په ځاى پرځاى کولو سره به د دغې لويې لارې امنيت تامين شي .
ختم_ ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل