کابل باختر دسلواغې ديرشمه :
دلاجوردو له لارې لومړني تجارتي مالونه دهرات ښار ته ورسيدل او دخلکو اومسوولينو له خوا يې هرکلي وشو .
دهرات والي عبدالقيوم رحيمي وويل چې دلاجوردو دلارې په احيا کولو سره دلومړى ځل لپاره افغانستان دځمکې له لارې له اروپا سره ونښلول شو .
دهرات والي وايي په اقتصادي برخو کې پانګه اچونه دکاري فرصتونو درامنځته کيدو او دناامنيو دکمښت سبب کېږي .
ده زياته کړه افغانستان نن په هيڅ ګاونډي هېواد پورې تړلې نه دى بلکې افغانستان دسيمې دهېوادونو دنښلولو سيمه ده .
دجمهوري رياست دچارو دادارې استازى مختار نادم هم ددغو تجارتي مالونه درسيدو هرکلي وکړ او زياته يې کړه چې دلاجوردو لاره افغانستان له انزوا څخه وباسي .
دهرات دولايتي شورا مرستيال توريالي طاهري وويل دلاجوردو لارې داحيا کولو په لاره کې دافغانستان ددولت دبرياليتوب اصلي عامل دسيمې اجماع او دخلکو همکاري ده .
دغه راز دهرات والي او دولتي مقاماتو دلاجوردو لارې دتجارتي مالونو دوسايطو موټر چلوونکي دستاين ليکونو په ورکولو سره وهڅول .
ختم_ ج _ اکرم
1 1 دقیقه لوستل