Uncategorized

د داعش ډلې یو پوځي مسوول په ننګرهار کې ووژل شو

کابل / د مرغومي ۳ مه / باختر
په ننګرهار کې د داعش د بمونو او ماینونو د ښخولو مسوول د ملي امنیت له مامورینو سره په نښته کې ووژل شو.
له بلې خوا په ننګرهار کې د یادې ډلې د جلب او جذب مسوول هم ونیول شو.
پر دغو دوو تنو تېره شپه د دامان او په جلال آباد ښار پورې اړوند فامیلیو ساحه کې د ملي امنیت مامورنو برید وکړ.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي باختر آژانس ته وویل چې د ملي امنیت د مامورینو په ځانګړو عملیاتو کې د داعش ډلې د بمونو او ماینونو د ښخولو مسوول ووژل شو او په ننګرهار د دغې ډلې د جلب او جذب مسوول ونیول شو.
تراوسه د دغو داعشیانو هویت نه دی معلوم او د داعش ډلې هم په دی اړه څه نه دي ویلي.
پای/ سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته