خبرونهامنیت

څوارلس طالبان په روزګان کې ووژل شول

۲۸- کابل / د لیندۍ ۲۹ مه / باختر
په روزګان کې ١٤وسله وال طالبان په هوايي او ځمکنيو بريدونوکې ووژل شول.
پر دغو طالبانو تېره شپه هغه وخت بريدونه وشول چې غوښتل يې په دهراوود ولسوالۍ کې او ترينکوټ ښار ته څېرمه د امنيتي او دفاعي ځواکونو پر پوستو بريدونه وکړي.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په بريدونو کې د دوو سيمه ييزو قوماندانانو په ګډون ١٤وسله وال طالبان وژل شوي دي.
دغه راز په يادو بريدونو کې د وسله والو طالبانو درې پټنځي له ټولو تجهيزاتو سره يې دړې وړې شول.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته