امنیت

دنوي زيلاند يوشمير عسکر به په افغانستان کې پاتې شي

ويلينګتون نيوزنو  باختردکب  دمياشتې  ١ :
دنوي زيلاند صدراعظم  پرون وويل  له هغه وروسته چې دراتلوونکي کال په وري مياشت کې ددغه هيواد ځواکونه له افغانستان  څخه ووځي دنوي زيلاند يوشمير ځواکونه به په افغانستان کې دايتلا في ځواکونو دملاتړ په مقصد پاتې شي .
دباختراژانس  دخبرله مخې،  دنوي زيلاند صدراعظم ويلي دي چې هيواد يې په افغانستان کې دامنيت دښه والي اوبريالي  کيدوپه مقصد ، له نړيوالې ټولنې سره په خپلو  ژمنوولاړ دي .
ده ويلي دي  لومړي  به دسمندري ځواکونو اووه ويشت کسيزه ډله  په کابل کې  ځاى پرځاى شي چې دپروګرام په  جوړولو   اواستخباراتي دندو  لاس پورې کړي.
ده ويلي دي چې دغه پريکړه به ديو کال لپاره يعني  د  ٢٠١٤ کال تراپريل مياشتې پورې وي .
اوس دنوي زيلاند  ١٤٥ تنه عسکر په باميانو ولايت  کې ديره دي او تراوسه پورې ددغه هيواد لس تنه عسکر دافغانستان په لس  کلنه جګړه کې وژل شوي دي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته