امنیت

په کابل ښارکې ديو تروريستي بريدمخه ونيول شوه

کابل  باخترد  ثور  دمياشتې  ١٤ :
دملي امنيت د ادارې خبرځايونه وايي: وسله والو مخالفينو غوښتل چې دخاکجبار له سيمې څخه په کابل ښار راکټي بريدوکړي.
دملي امنيت د لوى رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ:
دملي امنيت دلوى رياست موظفينو  دبرياليو عملياتو په بهيرکې دخلکو په نږدې همکارى سره دمخالفينو تروريستي پروګرام شنډ او په بهيرکې يې دپنځه اوياملي متري توپ ديرش ګولۍ او د٨٢ ملي متري توپ شل  ګولۍکشف اوترلاسه کړې اوپه دې ډول يې په کابل ښار د يوې زړه بوږنونکې پيښې مخه يې ونيوله .
ديوبل خبرله مخې: دملي امنيت د ادارې موظفينو په يوبل اقدام کې د بلخ ولايت 
د چمتال ولسوالۍ په مربوطاتوکې څلور سوه کيلوګرامه چاوديدونکي توکي ،
يوه مخابره او ډول ډول پوځي وسايل کشف اوترلاسه کړل .
پيښې ترڅيړنې لاندې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته