امنیت

په لسګونو تنه د سيلاو له خطر څخه وژغول شول.

کابل باختردزمري دمياشتې ١٣ :
د ملي اردو منسوبينو زموږ په لسګونو تنه هيواد وال چې دسيلاو له خطر سره مخامخ  وو.  وژغورل .
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ ،  دکابل ولايت د سروبي ولسوالۍ په مربوطاتو کې دسيلاونو د راوتلو د ورستۍ پيښې په بهير کې د ٢٠١ سيلاب قول اردو څه د پاسه ٣٠٠  تنو منسوبينو د بولدوزر ، لوډر او کرن په ګډون له تخنيکي وسايلو څخه په استفادې سره د دغې ولسوالۍ بيلابيلو  زيانمنو شويو سيمو ته  لاړل او دسيلاونو له امله د اوبو دتګلورو دبدلولو،داستحکاماتو په جوړولو او دسلګونو تنو اوسيدونکو دژعورنې په لاره کې چې د وژل کيدو له خطر سره مخامخ وو لازمې همکارۍ وکړې.
دغه راز د ملي اردو منسوبين د ننګرهار ولايت دسره رود اودبهسود ولسواليو په مربوطاتو کې دهوايي ځواکونو له هليکوپترونو څخه په استفادې سره په سيلاوځپلو سيمو کې ديسانت  شول او د دوي داغيزمنو او ګټورو هلوځلو له امله ددغو سيمو ٢٢٥ تنه اوسيدونکې چې د سيلاو له سخت خطر سره مخامخ وو،  وژغورل.
دغه راز دملي اردو منسوبينو د ننګرهار ولايت دحصارک ولسوالۍ په مربوطاتو کې ٣٥ تنه او ددغه ولايت دغنې خيلو او نازيانو دولسواليو په مربوطاتو کې زموږ څه ناڅه  ١٥ تنه هيواد وال د سيلاو له سخت خطر څخه وژغول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته