امنیت

دنشه يي توکو درې تنه قاچاق وړونکي له تاجکستان سره په پوله کې ونيول شول

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٢١
دنشه يي توکو دوه تنه قاچاق وړونکي تيره شپه  په بدخشان ولايت کې  کله يې چې له هيواد څخه بهر ته  داتو کيلوګرامو چرسو دليږدوني نيت درلود،  دا منيتي ځواکونوله خوا ونيول شول.
دبدخشان ولايت داشکاشم ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونمل  عبدالولي  حسيني باختر آ ژانس ته وويل : دنشه يي توکو  يوه درې  کسيزه ډله  قاچاق وړونکي  چې غوښتل يې اته کيلوګرامه  چرس  تاجکستان ته وليږدوي دپوليسو له  خوا  وپيژندل شول چې دوه تنه يې دافغان سرحدي پوليسو له خوا او يوتن بل يې  دتاجکستان دسرحدي پوليسو له خوا ونيول شول .
داشکاشم ولسوالۍ  دامنيه قوماندان دڅرګندونوله مخې دتاجکستان له سرحدي ساتونکوسره په اړيکه کې دى  چې دريم سړى هم  افغان لوري ته وسپارل شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته