امنیت

پنځه تنه د غلا په ګومان ونیول شول

 کابل/ باختر/ دوري دمياشتې ٢٢ مه
سيمه ييزو مسوولينو وويل چې پنځه تنه تېره شپه په پروان ولايت کې د غلا په ګومان    ونيول شول.
د پروان د والي وياندې وحيدې شهکار باختر آژانس ته وويل چې دپوليسو په هغو عملياتو کې چې تېره شپه دبګرام ولسوالۍ په مربوطاتوکې ترسره شول، پنځه تنه وسله وال غله چې په دغه ولايت کې په وسله والو غلاوو، شوکماریو او وژنوکې يې لاس درلود، ونيول شول .
دې وويل: دغه مشکوک کسان هغه وخت ونيول شول چې د سترو غلاوو د طرحه کولو لپاره په يوه کورکې راټول شوي وو.
دې وويل: له دغو کسانو څخه د پوليسو پوښتنې پيل شوې دي.
پاى ج ذکرالله 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته