کندز باختر دلړم دمياشتې ١٤ نيټه :
د وسله والو طالبانو د ډلې د اوو تنو سيمه ييزو قوماندانانو په ګډون٢١ تنه وسله وال طالبان تېره شپه د کندز ولايت په چاردرې او خان آباد ولسواليوکې ووژل شول.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو د مطبوعاتو مسوول جګړن نصرت الله جمشيدي باختر آژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان د کندز ولايت د چاردرې ولسوالۍ په مربوطاتوکې د خان آباد ولسوالۍ د شيخانو، سيد ميران او د ځنګل باشي په کليوکې د هوايي او ځمکنيو عملياتو په بهيرکې ووژل شول.
په وژل شويو کسانوکې د قاري عزيز، قاري عباس، مهاجر او د تازه ګل په ګډون د طالبانو سيمه ييز قوماندانان هم شامل دي.
جمشيدي زياته کړه: په دغو عملياتوکې د ملا بدر، سرحدي او ممتاز په ګډون دولس تنه وسله وال طالبان ټپيان شول.
دغه راز پنځه اوويا لاسي بمونه، د ډي سي توپ څلور ګولۍ او پنځه ماينونه ترلاسه شوي او دغه راز د دښمن يوه سراچه او څلور کرولا موټرونه، يوه قرارګاه او دوه سنګرونه ويجاړشوي دي.
د يادونې وړ ده چې پرون د وسله والوطالبانو دوه تنه قوماندانان ملاطوفان او قاري ظاهر له يو شمېر نورو مخالفينو سره په چار درې ولسوالۍ کې ووژل شول.
پاى ج ذ
0 1 دقیقه لوستل