امنیت

لسګونه کيلوګرامه نشه يي توکي په خوست کې له منځه يوړل شول

کابل/ د وري ۳مه/ باختر
لسګونه کيلوګرامه نشه يي توکي او سلګونه ليتره الکولي مشروبات په خوست کې له منځه يوړل شول.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د خوست امنيې قوماندانۍ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې د خوست له نشه يي توکو سره د مبارزې پوليسو په تېرو دوو کلونو کې د لسګونو عملياتو په ترسره کولو سره د دغه ولايت په مرکز او ولسواليوکې  ١٨٢ کيلوګرامه نشه يي توکي چې هيروئين، چرس، اپين او ٣٩٤ ليتره الکولي مشروبات پکې شامل دي؛ ضبط کړل.
هغه وويل چې ضبط شوي توکي د کب په ٢٦ مه د پلاوي په وړاندې له منځه يوړل شول.
ختم- شکريه – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته