کابل باختر د لړم دمياشتي اتمه :
دملي اردو يو سرتيرى پرون په سرپل ولايت کې د ماين دچاودنې له امله شهيد شو.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ: د ملي اردو يوسرتيرى د سرپل ولايت دکوهستاناتو په مربوطاتوکې د امنيتي دندو په بهيرکې په ماين وخوت چې د چاودنې له امله يې شهيد شو او يوبل سرتيرى ټپي شو.
دغه راز دملي اردو يوبل سرتيرى د غزني ولايت دګيرو ولسوالۍ په مربوطاتوکې دماين دچاودنې له امله ټپي شو.
3 د یوې دقیقې څخه لږ