سیاست

محمد اشرف غني: افغانستان د داعش په ګورستان بدليږي

کابل باختر دکب  شپاړلسمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس محمد اشرف غني د ملي شورا د پرانستلو په مراسموکې وويل: افغانستان د داعش په ګورستان بدليږي .
د باختر آژانس د خبريال دخبر له مخې:
جمهور رييس په لڼده وينا کې د هېواد اوسني حالت تحليل کړ او په مشخصه توګه يې په بغلان او ننګرهارکې د جګړو يادونه وکړه .
  جمهور رييس وويل چې په ننګرهارکې داعش د تيښتې په حال کې دى او افغانستان د داعش په کورستان بدليږي .
جمهور رييس د بغلان د جګړې په باب وويل: د بغلان له والي او له اړوندو مقاماتو سره له يوساعته خبرو او سلامشورو وروسته په دغه ولايت کې د عملياتو د پيل  فرمان صادر شو .
ده دغه راز طرحه کړه: دا چې ويل کيږي د دولت مشرتوب د ډار اچوونکو په وړاندې د جګړې اراده نه لري؛ ناسم کار دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته