امنیت

په روزګان کې ۱۱۲ تنو وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله واوښته

ترينکوټ باخترد وږي د میاشتې ۱ اوله
تېره شپه د روزګان ولایت د مرکز ترينکوټ ښار اړوند سيمو کې افغان کومانډويي ځواکونو هوايي عمليات ترسره کړي چې له امله يې ۸۲ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي او ۳۰ تنه نور يې ټپيان دي
د روزګان د ملي اردو د څلورمې پلي لوا قوماندان رحمت شاه قیمتي باختر اژانس ته وویل چې دغه هوايي عملیاتو د افغان کومانډويي ځواکونو او ۴۰۴ ځانګړې قطعې له خوا تر سره شوي چې له امله يې ۵۰ تنه وسله وال وژل شوي او ۱۲ تنه نور ټپيان شوي دي.
قیمتي زیاتوي چې په دهراود ولسوالۍ کې هم د عملیاتو پر مهال ۲۲ تنه وسله وال وژل شوي او  ۱۸تنه نور ژوبل شوي دي.
د قیمتي په خبره دغه راز تېره شپه په خاص روزګان ولسوالي کې وسله والو د افغان امنیتي ځواکونو پر پوسته ډله ییز برید کړی چې له امله يې د افغان ځواکونو له سخت غبرګون سره مخامخ شوي او پر مهال يي ۱۰ تنه مخالفین وژل شوي او دوه تنه د ملي اردو سرتیري هم شهیدان شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته