امنیت

په غزني کې درې تنه دپوليسو دمسمومولو په ګومان ونيول شول .

کابل باختر دوږي شلمه :
  دغزني ولايت په ګيلان ولسوالۍ کې  پرون درې تنه دپوليسو دمسمومولو  په ګومان  ونيول شول .
  دباختراژانس  دخبرله مخې،  دغزني ولايت  امنيه قوماندان  مل پاسوال محمد زمان په يوه خبري غونډه کې وويل  چې نيول شويو کسانو  دوسله والو طالبانو په لارښوونه غوښتل چې زهرجن توکي دګيلان ولسوالۍ  دپوليسو  دمنسوبانو  په خوړو کې واچوي .
  ده دغه راز  وويل دوه تنه ډار اچوونکي چې غوښتل   يې  يو ماين دغزني ولايت  دده يک ولسوالۍ په مربوطاتو کې  ځاى پرځاى کړي دپوليسوله خوا وپيژندل شول او ونيول شول .   ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته