امنیت

په هلمند کې يوولس تنه ياغي طالبان ووژل شول

کابل باختردتلي دمياشتې  ١٣ :
يوولس تنه ياغي طالبان په هلمند ولايت کې دعملياتو په بهيرکې ووژل شول.
په دغو ياغيانو نن سهار کله چې په تروريستي فعاليتونو بوخت وو ، دنادعلي ولسوالۍ په  مربوطاتو کې  ددوى پرپټنځاى دافغان اوناټو ځواکونوله خوا ورباندې بريد وشواوووژل شول .
باختراژانس دناټوديوې خبرپاڼې له خولې خبر راکړ چې ددغو عملياتو په بهير کې دياغيانو پټنځاى په بشپړه توګه له منځه تللى دى.
ناټو وايي ددغو عملياتوپه بهيرکې  ددغو ياغيانو قوماندان هم وژل شوى دى.
په خبرپاڼه کې  دافغان اوناټو ځواکونو او ملکي وګړو دسرداحتمالي زيان په باب څه نه دى ويل شوى .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته