ټولنه

دخواخوږۍ او ډاډ ګیرنې پيغام

کابل باختر د وږي  ديارلسمه :

د دیني اوجهادي شخصیت ارواښادمولوي محمدانور فیضان د مړينې په اړه د انجینیر محمدخان د خواخوږۍ او ډاډ ګیرنې پيغام.

په ژورې خواشينۍ سره مې خبر ترلاسه کړ چې د اسلامي نهضت غړی دافغانستان د جهاد يو تکړه مجاهد، علمي، فرهنګي، دعوتي شخصیت او د حزب اسلامي افغانستان د میدان وردګو ولایت پخوانی جهادي امیر مولوي محمدانور فیضان د ورپيښې ناروغۍ له امله د ۷۵ کلونو په عمر وفات شوى دى. 
ارواښاد مولوي فیضان چې د جهاد په دوران کې ډير مبارز، سنګردار او د هیواد په بيلابيلوجبهوکې په تېره بیا د میدان وردګو په ولایت کې د تيري کوونکو پرخلاف ډیره ښه مبارزه وکړه ، او ترڅنګ يي په سنګرونو کې ګڼ شمیر عالمان وروزل، د ده خدمتونه د قدر وړ دي او مړينه يې د جهاد سترې کورنۍ په تیره بیا د میدان ورد ګو ولایت مجاهدینوته يوه ستره ضايعه ده چې تشه يې هیڅوک نه شي ډکولای.
الله تعالی جل جلا له دې د ارواښاد مولوی صاحب فیضان، جهاد ، مبارزه ، دعوت ، لیکنې او ویناوی قبولې کړي .
د خپلې ډاډ ګيرنې او خواخوږي مراتب د ده کورنۍ، دوستانو، د حزب اسلامي افغانستان ټولو مجاهدینو او د میدان وردګو ولایت مجاهد ولس او داسلامي نهضت لارویانو ته څرګندوم او د لوى خداى ( ج ) له دربار څخه ارواښاد ته د فردوس جنت او پاتې کسانو ته يې د جميل صبر هيله کوم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته