امنیت

وسله والو کسانو په لوګر کې يو ښوونکى شهيد کړ .

کابل باختر د لړم درې ويشتمه :
يو ښوونکى تيرماښام په لوګر کې دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا شهيد کړى شو .
دلوګر ولايت دپوهنې  وياند شاهپور عرب باختراژانس ته وويل چې دکمال خيلو دلومړنى ښوونځى ښوونکى اسد الله دپل علم ښار دکمال خيلو په ساحه کې دماښام دلمونځ  له اداکولو وروسته دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا په ډزو سره شهيد کړى شو .
عرب زياته کړه ددغې پيښې علت تراوسه پورې روښانه نه دى خو پوليسو په دې اړوند تحقيقات پيل کړي دي .    ختم_ عطاالله _ اکرم                 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته